کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د بلوچستان حکومت د امنیتي اندېښنو او حساسو تنصیباتو د خوندیتوب لپاره په ټول صوبه کې دفعه 144 نافذ کړې ده، چې له مخې یې د ایئرپورټونو، هوایي اډو او نورو مهمو ځایونو شاوخوا د کبوترو الوزولو، ډرون کارولو او لیزر لایټونو استعمال باندې بشپړ بندیز لګول شوی دی. د داخله محکمې له خوا جاري شوي نوټیفکیشن کې ویل شوي چې دا اقدامات د فضایي خوندیتوب، عامه امنیت او حساسو ادارو د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره اخیستل شوي دي. حکومت خبرداری ورکړی چې د دې حکم سرغړونه کوونکو پر ضد به سخت قانوني اقدامات کېږي، په داسې حال کې چې د عیدالاضحی پر مهال د قربانۍ پاتې شونو، غوښې او پوستکو غیر مناسب ځایونو ته غورځول هم منع کړل شوي دي ترڅو چاپېریالي ککړتیا او امنیتي ستونزې رامنځته نه شي.
