مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د چمن جلسې لپاره د پښتونخوا میپ بشپړ چمتووالی، د سیاسي مبارزې دوام

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوئټه ضلعې په تنظیمي غونډو کې پرېکړه شوې چې د عید په درېیمه ورځ په چمن کې د ګوند د سترې جلسې لپاره به په پراخه کچه ګډون کېږي. د غونډې مشرانو ویلي چې د محمود خان اچکزئي تر مشرۍ لاندې د آئین د تحفظ او د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره مبارزه روانه ده. دوی د برېښنا او ګاز د لوډشیډنګ او د ګرانۍ پر ضد اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دا ستونزې حل نه شي نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي.