مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

په هرنايي کې د سیاسي کارکنانو پر ضد ایف آی آرز غندنه، بې‌اساس مقدمې بلل شوې

هرنايي ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو د پشتونخوا ملي عوامي ګوند د هرنايي ضلعې مشرانو د پاکستان تحریک انصاف (پی ټي آی) د ځايي کارکنانو او مشرانو پر ضد د پولیسو له لوري د درج شوو ایف آی آرز سخت غندنه کړې او دا یې بې‌اساس او سیاسي انتقامي مقدمې بللې دي. په ګډ بیان کې ویل شوي چې د ملک عبدالسلام، ملک عقل، ملک سوراب خان شار، خان افغان، جان محمد او نورو سیاسي فعالانو پر ضد درج شوې مقدمې د جمہوري اصولو او انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده.مشرانو ویلي چې د سیاسي کارکنانو پر ضد داسې اقدامات د هغوی حوصله نشي کمزورې کولی، بلکې د دوی اتحاد او عزم لا پیاوړی کوي. هغوی له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې دا ټول بې‌اساس مقدمې دې ژر تر ژره ختمې کړي او د پرامن سیاسي فعالیتونو خنډونه دې لرې کړي، ګنې ګوند به د خپلو عوامي او جمہوري حقونو لپاره خپل احتجاجي لړۍ نوره هم تیزه کړي.