مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د سرکاري ادارو نجي کول د حکومت ناکامي ده: بلوچستان نېشنل ګوند

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د بلوچستان نېشنل ګوند مشرانو غلام نبي مري او نسیم جاوېد هزاره د سرکاري ادارو، په ځانګړي ډول د سرکاري روغتونونو د نجي کولو پرېکړه په کلکه رد کړې او دا یې د حکومت ناکامي بللې ده. په بیان کې ویل شوي چې د روغتونونو نجي کول غریب ولس له اساسي طبي خدماتو بې‌برخې کوي او دا اقدام د خلکو پر ضد یوه نااعلان شوې پرېکړه ده.مشرانو ویلي چې روغتیا او تعلیم د هرې ټولنې بنسټیز رکنونه دي او حکومت باید د دې ادارو د پلور پر ځای د هغوی د ښه کولو لپاره کار وکړي. دوی خبرداری ورکړی چې که د نجکارۍ دا لړۍ ونه درول شي نو د ولسي حقونو د دفاع لپاره به پراخ احتجاجونه پیل کړي.