اسلام آباد (نوی ژوند)جسپریت بمراہ د T20 کرکټ په تاريخ کې يو ناغوښتل شوی او ځانګړی ریکارډ جوړ کړی دی. د هندي رسنيو له مخې، هغه د IPL 2026 په سياليو کې د ممبئی انډینز لپاره لوبه کوله، خو کارکردګي يې ډېره کمزورې وه. راپور وايي چې هغه په 13 لوبو کې يوازې 4 ويکټې ترلاسه کړې او د هرې ويکټې لپاره يې له 100 زيات رنزونه ورکړي دي. د هغه اکانومي ريټ 8.37 ثبت شوی او په ټول سیزن کې يې په هېڅ لوبه کې له يوې زياتې ويکټې نه دي اخيستي. دا شمېرې ښيي چې د هغه بولنګ اوسط 102.50 ته رسېدلی، چې د هغه لپاره يو غير معمولي او منفي ریکارډ بلل کېږي۔
