تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

محمد باقر قالیباف يو ځل بيا د ايران د پارلمان سپيکر وټاکل شو

تہران( نوی ژوند پشتو )محمد باقر قالیباف يو ځل بيا د ایران د پارلمان سپيکر ټاکل شوی دی. د ايران نيمه رسمي خبري اژانس فارس د راپور له مخې دا ټاکنه د دوشنبې په ورځ ترسره شوې. قالیباف همدا اوس د پارلمان د مشر په توګه د دندې ترڅنګ د امريکا سره په روانو مذاکراتو کې د ايران استازيتوب هم کوي، چې له امله يې د هغه سياسي او ډيپلوماتيک رول نور هم مهم شوی دی. دا پرمختګ د ايران د پارلماني ثبات او د اوسني سياسي مشرتابه د اعتماد نښه بلل کېږي۔