(نوی ژوند پشتو)باقر قالیباف او عباس عراقچی د يو لوړپوړي پلاوي سره قطر ته رسېدلي دي، چې د ايراني رسنيو له مخې تمه ده د قطر له لومړي وزير سره به ليدنه وکړي. راپورونه وايي چې په دې خبرو کې به د ایران او امریکہ ترمنځ د احتمالي تړون، سياسي پرمختګونو او اقتصادي مسايلو په اړه بحث وشي. ويل کېږي چې په پلاوي کې د ايران د مرکزي بانک مشر هم شامل دی، چې د کنګل شويو ايراني شتمنيو د بېرته ترلاسه کولو او مالي مسايلو په اړه به خبرې وکړي، او دا سفر د سيمې د روانو ډيپلوماټيکو هلو ځلو په لړ کې يو مهم پرمختګ بلل کېږي۔
