کوټه( نوي ژوند نيوز)ډونلډ ټرمپ په کې په خپل بيان کې له پاکستان، سعودي عرب، قطر، مصر، اردن او ترکیہ په ګډون د مسلم اکثريت لرونکو هېوادونو وغوښتل چې د ابراهيمي تړون برخه شي. ټرمپ ويلي چې کېدای شي يو يا دوه هېوادونه د نه ګډون لپاره خپل دليل ولري، خو د ده په وينا د سيمې د سولې او همکارۍ لپاره بايد ياد هېوادونه په ګډه دغه تړون لاسليک کړي. نوموړي ادعا وکړه چې له سيمهييزو مشرانو سره يې خبرې کړې او د ايران سره روانې خبرې يې “په ښه ډول مخ پر وړاندې” وبللې، زياته يې کړه چې يا به يو “ستر تړون” وشي او يا به هېڅ تړون نه وي. هغه خبرداری هم ورکړ چې که موافقه رامنځته نه شي، نو سيمهييزه کړکېچ لا زياتېدلی شي. دغه څرګندونې د ټرمپ له لوري شوې دي او د دې ادعاوو او ممکنه سياسي پايلو په اړه بېلابېل بحثونه روان دي. “
