(نوی ژوند)
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نشه يي توکو د استعمال پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې د ښار اوسېدونکي له وېرې او اندېښنې سره مخ شوي دي. د ښار په مهمو سوداګریزو او استوګنیزو سیمو کې معتاد کسان د سړکونو، فټ پاتونو او بازارونو ترڅنګ ښکاره نشه کوي، او خلک د اړوندو ادارو پر چوپتیا نیوکې کوي.د ښاریانو په وینا د جناح روډ، فاطمه جناح روډ، زرغون روډ، جوائن روډ، ډبل روډ، کمراني روډ او بروري روډ په ګډون ګڼو سیمو کې معتاد کسان ورځ او شپه ښکاره نشه کوي، چې له امله یې ښځې، ماشومان او کورنۍ ځانونه ناامنه احساسوي. سوداګرو ویلي چې د معتادینو موجودیت د کاروبار پر فعالیتونو منفي اغېز کړی او ډېری پیرودونکي، په ځانګړي ډول ښځې، دغو سیمو ته له تګ ډډه کويټولنیزو فعالانو او ښاریانو له حکومت، پولیسو او ضلعي ادارې غوښتنه کړې چې د نشه يي توکو د خرڅوونکو پر ضد دې سخت عملیات وشي، د معتادینو د درملنې مرکزونه دې جوړ شي او په ښار کې دې د پولیسو ګزمې زیاتې شي ترڅو د دې خطرناک وضعیت مخه ونیول شي۔
