مقامی ۲۵ مئی ۲۰۲۶

پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ: د سمنګلي چېک پوسټ کې د ایف سي چلند او له اختیاراتو تجاوز د زغملو نه دی

(نوی ژوند)پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د کوټې د سمنګلي ایئر بېس چېک پوسټ کې د ایف سي اهلکارو د سیمې د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی. ګوند ویلي چې د سمنګلي، نوحصار، غبرګ او شاوخوا سیمو اوسېدونکي، سوداګر، مزدوران، زده کوونکي او عام خلک هره ورځ له غیر ضروري پلټنو، ذهني اذیت او نامناسب چلند سره مخ دي.په بیان کې ویل شوي چې ایف سي د امن او نظم د ساتلو لپاره ګمارل شوې وه، خو اوس عام خلک او سوداګر ځورول کېږي، حال دا چې په سیمه کې د غلا، نشه يي توکو خرڅلاو او نورو جرمونو پېښې دوام لري. ګوند تور لګولی چې ایف سي اهلکار په بازارونو کې چاپې وهي، دوکانونو ته داخلیږي او د سوداګرو کاروبار کې مداخله کوي، چې دا د هغوی د قانوني واک برخه نه ده.پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ له وفاقي او صوبایي حکومت، سول انتظامیې او عسکري چارواکو غوښتنه کړې چې د ایف سي د ناروا چلند، د اختیاراتو د ناوړه استعمال او د خلکو د ځورولو فوري نوټس واخلي، او اهلکار دې د قانوني حدودو دننه خپلې دندې ترسره کړي، ترڅو د خلکو ستونزې او اندېښنې ختمې شي۔