تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

رضا محمد رضا: د عوام دوست سیاست له امله پر پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ د ولس باور زیاتېږي

(نوی ژوند)د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ سینئر ډپټي چیئرمین او پخواني سینیټر رضا محمد رضا ویلي دي چې د سیاسي کارکنانو، ځوانانو او باشعوره خلکو ورځ تر بلې په ګوند کې ګډون دا څرګندوي چې د ګوند پر اصولي، نظریاتي او ولسي سیاست د خلکو باور زیات شوی دی. هغه وویل چې ګوند به د خپلو مشرانو پر لار د پښتنو د ملي حقونو، ولسي ارمانونو او جمهوري غوښتنو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.هغه دا خبرې د همدرد شیراني په کور کې د ګډون یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې، چیرې چې ۲۱ ځوانانو او سیاسي فعالانو په رسمي توګه په پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ کې د ګډون اعلان وکړ. رضا محمد رضا وویل چې د پښتون قومي تحریک تاریخ د قربانیو، مبارزې او ملي شعور نه ډک دی او د عبدالرحیم خان مندوخیل، سائين کمال خان شیراني او محمد جان لالا په څېر مشرانو د دې تحریک په پیاوړتیا کې تاریخي رول لوبولی دی.هغه زیاته کړه چې موجوده سیاسي او اقتصادي حالاتو کې ولس له بې روزګارۍ، ناامنۍ، ګرانۍ او بې باورۍ سره مخ دی، او خلک د خپلو ستونزو حل په ملي او جمهوري سیاست کې ویني. نوموړي پر ځوانانو غږ وکړ چې په ملي سیاست کې فعاله ونډه واخلي او د امن، پرمختګ او سوکاله ټولنې لپاره کار وکړي.