(نوی ژوند)ضیا الحق مندوخیل په ځانګړې لارښوونه د ډېره بګټي پولیسو د جرمونو او مطلوبو کسانو پر ضد عملیات ترسره کړي او پنځه تښتېدلي کسان یې نیولي دي۔ دغه عملیات د ډي اېس پي عبدالجبار مگسی تر څارنې لاندې د اېس اېچ او وزیر خان مری او نورو پولیسو سرتېرو ترسره کړل۔ نیول شويو کسانو کې محمد علي، امید علي، شیر محمد، میر حمزه او جلال خان شامل دي چې د کرمانزئي بګټي قوم سره تعلق لري۔ د پولیسو په وینا، دغه کسان د 11/2026 مقدمې له مخې د 337 اے ټو، 504، 506 ټو، 147 او 149 مادو لاندې نیول شوي او نورې پلټنې ترې روانې دي۔
