تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

په قلات کښې ترافيکي پېښه، د پشين د يوې کورنۍ ۶ کسان مړه شول

د قلات سره نزدې په يوه دردناکه ترافيکي پېښه کښې د ضلع پشين د کلي ملک کټا يارو د يوې کورنۍ ۶ کسان مړه شوي دي۔ د سرچينو له مخې ياد کسان د اختر د رخصتيو تېرولو لپاره له کراچۍ څخه خپل پلرني کلي پشين ته روان وو، چې په لاره کښې د قلات سره نزدې له يوې ترافيکي پېښې سره مخ شول۔په مړو شوو کسانو کښې ايوب خان، د هغه مېرمن، زوی امجد خان، د هغه مېرمن او د موټر چلوونکي په ګډون ټول شپږ کسان شامل دي۔ د پېښې له خبر خپرېدو سره سم په سيمه کښې د غم او وير فضا خپره شوې ده۔سرچينې وايي چې د مړو شوو کسانو مړي کلي ملک کټا يارو ته رسول شوي، چرته چې د خلکو ګڼ شمېر د غمرازۍ لپاره د کورنۍ غړو ته ورځي۔ د سيمې د معلوماتو له مخې د مړو شوو کسانو د جنازې او تدفين مراسم به نن سهار په پلرني هديره کښې ترسره شي۔د پېښې د علتونو او نورو جزئياتو په اړه اړوند ادارې لا نور معلومات راټولوي۔