واشنګټن (نوی ژوند) امریکایي ټلویزیون راپور ورکړی چې فیلډ مارشال سید عاصم منیر د سیمې د سولې لپاره د ایران او امریکا د مذاکراتو په بریالي کولو کې مهم رول لوبولی دی. د راپور له مخې د فیلډ مارشال د تهران سفر د دې لامل شو چې خبرې تر وروستي پړاو پورې ورسېږي او له هغه وروسته مسوده د ایران او امریکا لوړپوړو مشرانو ته د کتنې لپاره ولېږل شوه. امریکایي ټلویزیون وایي چې په اوسني منځني ختیځ کې د خلیج هېوادونه او لبنان هم د کړکېچ برخه دي، خو پاکستان د منځګړیتوب له لارې مهم پرمختګ رامنځته کړی دی. په راپور کې ویل شوي چې فیلډ مارشال عاصم منیر د امریکا او ایران دواړو باور ترلاسه کړی او د پاکستان سیاسي او پوځي همغږي د خبرو اترو مهم عنصر ګرځېدلی دی. امریکایي ټلویزیون دا هم ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې هم فیلډ مارشال عاصم منیر ته “زما خوښ فیلډ مارشال” ویلي وو، او پاکستان مخکې هم د امریکا او چین ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.
