تازه خبرونه ۲۷ مئی ۲۰۲۶

خطبه حج: ظالم او ناشکره قومونو نه الله خپل نعمتونه اخلي

مکه مکرمه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مۍ ۲۰۲۶ء: خطبه حج کې د مسجد نبوي امام عبدالرحمان الحذیفي وویل چې د الله پرته د بل چا عبادت مه کوئ، تقوا اختیار کړئ او یوازې له الله وډار شئ۔ هغه وویل مسلمانان باید په هره ستونزه کې صبر له لاسه ورنه کړي ځکه د صبر کوونکو لپاره لوی اجر ټاکل شوی دی۔هغه زیاته کړه چې توحید د ایمان اساسي برخه ده، حضرت محمد ﷺ د الله وروستی پیغمبر دی، او د الله د نعمتونو شکر ادا کول ضروري دي ځکه کوم قومونه ظلم او ناشکري کوي له هغوی څخه نعمتونه اخیستل کېږي۔ په خطبه کې مسلمانانو ته د رښتیا ویلو، له جګړو د ځان ساتلو، اتحاد ساتلو او عبادتونو ته د پام کولو لارښوونه هم وشوه۔ په میدان عرفات کې میلیونونو حاجیانو خطبه واورېده او وروسته د ظہر او عصر لمونځونه یو ځای ادا شول۔