تل ابیب (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مۍ ۲۰۲۶ء: د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د اسرائیلي پوځ ځواکونو د لبنان په جنوب کې ځینې ستراتیژیکې سیمې تر کنټرول لاندې راوستي دي۔هغه دا څرګندونې د اسرائیلي امنیتي کابینې د غونډې په پیل کې وکړې او ویې ویل چې اسرائیلي پوځ په جنوبي لبنان کې لویه ځمکنۍ پوځي عملیات ترسره کوي او مهمو سیمو ته پرمختګ کوي۔ نور جزییات تر اوسه نه دي ورکړل شوي۔
