مقامی ۲۷ مئی ۲۰۲۶

په مستونګ کې د سوداګرو د بار وړونکو موټرو د سوځولو پېښې غندنه، په بلوچستان کې د ناامنۍ په زیاتېدو اندېښنه: اې این پي

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)عوامي نیشنل ګوند په خپل صوبایي بیان کې د مستونګ د کردګاب سیمې سره نږدې د سوداګرو د بار وړونکو موټرو د سوځولو پېښه په سختو ټکو غندلې ده۔ بیان وایي چې په بلوچستان کې په لویو لارو ناامني، لوټمار او د موټرو سوځول د خلکو ژوند سخت کړی دی۔اې این پي ویلي چې له چمنه تر لسبیلې او له ژوبه تر ګوادره پورې حالات خراب شوي دي او حکومت د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلی دی۔ په بیان کې د ګرانی، د تېلو د بیو لوړېدو او د بیلابېلو ستونزو یادونه هم شوې او غوښتنه شوې چې حکومت دې سمدستي د امن د ټینګښت، د خلکو د خوندیتوب او د بیو د کنټرول لپاره عملي ګامونه واخلي۔