کراچۍ (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مۍ ۲۰۲۶ء: عید الاضحیٰ د پاکستان په کچه د غیر رسمي اقتصاد تر ټولو لویه کلنۍ اقتصادي فعالت بلل کېږي، چې پکې د لویو مالي راکړو ورکړو لړۍ ترسره کېږي۔ راپورونو له مخې د عید قربان په ورځو کې په هېواد کې شاوخوا له ۵۴۰ تر ۷۵۰ اربه روپو پورې اقتصادي فعالیت اټکل کېږي۔د معلوماتو له مخې د عید نه مخکې د مالدارۍ منډیو او د رسد په زنځیر کې نږدې ۶۲۰ اربه روپۍ نغدي گردش زیاتېږي، په داسې حال کې چې د قربانۍ په ورځو کې شاوخوا ۷۴ لکه څاروي قرباني کېږي، چې پکې غواګانې، مېښې، پسونه او اوښان شامل دي۔ د دې بهیر له امله قصابان، مالداران، سوداګر، ټرانسپورټران او د څرمنې صنعت سره تړلي خلک لویه ګټه ترلاسه کوي، او کلیوالي اقتصاد ته هم مهمه وده ورکوي۔
