تهران (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مئی ۲۰۲۶ء: آیت الله سید مجتبی خامنه ای ویلي چې ایران امریکا ته داسې سخت ځواب ورکړی چې اوس به په سیمه کې د پوځي اډو جوړولو او لاسوهنو لپاره خوندي پناه ځای ونه لري۔ د حج په مناسبت خپل پیغام کې نوموړي ویلي چې د “الله اکبر” ځواک ایرانی ملت ته قوت او توان ورکړی او راتلونکی د اسلامي امت او نوې اسلامي تمدن دی۔ هغه پر اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره دې خپله دوستي او همکاري نوره هم پیاوړې کړي۔ د ایران ستر مشر زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه به نور د امریکايي پوځي اډو لپاره ډال نه جوړېږي، او اسرائیل یې یو کمزوری او بېثباته حکومت بللی چې د خپل پای وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی۔
