تازه خبرونه ۲۷ مئی ۲۰۲۶

په کوټه کې بېلابېل پکنک پوائنټونه لنډمهاله تړل شوي

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مئی ۲۰۲۶ء: کوټه ضلعي ادارې د امن او امان د اوسني وضعیت له امله د ښار بېلابېل تفریحي او پکنک ځایونه د عامو خلکو او سیلانیانو لپاره په لنډمهاله توګه تړلي دي۔ د ډپټي کمشنر مهرالله بادیني په وینا، د بندیز لاندې هنه جهیل، هنه اُړک، سره خلہ، کرخسه، چلتن نیشنل پارک او شعبان په ګډون بېلابېلو تفریحي سیمو ته پر تګ بشپړ بندیز لګول شوی دی۔ ضلعي ادارې اړوندو اېس اېچ اوګانو او انتظامي افسرانو ته لارښوونه کړې چې پر بندیز دې سخت عمل یقیني کړي او د تفریح لپاره ورغلي کسان دې بېرته واستوي۔ ادارې له خلکو غوښتي چې د اوسني وضعیت له امله دې د حکومتي لارښوونو پابندي وکړي او له انتظامیې سره دې همکاري وکړي۔