مقامی ۲۷ مئی ۲۰۲۶

کوټه کې د عیدالاضحی د لمانځه لپاره سخت سکیورټي تدابیر، پولیس او ایف سي اضافي ځواکونه ځای پر ځای شول

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د عیدالاضحی د مبارکې ورځې په مناسبت د صوبې په مرکز کوټه کې د لمانځه د اجتماعاتو لپاره د سکیورټۍ سخت او غیرمعمولي تدابیر نیول شوي او ښار ته هائی الرټ اعلان شوی دی. د پولیسو، ایف سي او نورو قانون نافذو ادارو اضافي ځواکونه د ښار په ټولو لویو جوماتونو، عیدګاوو او خلاصو میدانونو کې ځای پر ځای کړل شوي دي څو د هر ډول ناخوښه پېښې مخنیوی وشي. د پولیسو د معلوماتو له مخې د ښار په حساسو سیمو کې ځانګړې څارنه روانه ده او د لمانځه ځایونو ته د داخلېدو لپاره د واک ترو ګیټونو، میټل ډیټیکټرونو او جامع تلاشي بهیر هم عملي شوی دی. همدارنګه سادہ لباس کې پولیس اهلکاران هم د مشکوکو کسانو د څارنې لپاره ګمارل شوي دي، او د ښار په داخلي او خارجي لارو کې ګرځنده ګشت زیات کړل شوی دی. د پولیسو له لوري ټول افسران او اهلکار د عید په ورځو کې له رخصتیو منع شوي او د کنټرول روم له لارې د حالاتو څارنه روانه ده. چارواکو د ښار له خلکو غوښتنه کړې چې د امنیتي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي او د هر ډول مشکوک شی یا کس په اړه سمدستي اطلاع ورکړي.