کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د بلوچستان حکومت د عیدالاضحی په مبارک موقع د زیاتېدونکو سیکیورټي اندېښنو له امله په ټول صوبه کې سخت امنیتي اقدامات نافذ کړي دي، چې له مخې یې د زیارت او هرنایي په ګډون په ګڼو سیاحتي ځایونو کې د پکنک کولو او د غیر مقامي کسانو پر داخلېدو بشپړ بندیز لګول شوی دی، په داسې حال کې چې د بلوچستان رېلوې ټرین سروس هم د عید په لومړیو دوو ورځو کې معطل اعلان شوی دی. د کورنيو چارو او قبایلي چارو وزارت له خوا د جاري شوو لارښوونو وروسته د مختلفو ضلعو انتظامیې بیړني اقدامات پیل کړي ترڅو د عید په ورځو کې د هر ډول ناخوښه پېښې مخه ونیول شي او حساس ضلعو کې امنیتي ځواکونه او ضلعي چارواکي په هائي الرټ کې ساتل شوي دي. د زیارت د ډپټي کمشنر په وینا د زریو پوائنټ، زریزري، ډومیارہ او نورو مشهورو تفریحي ځایونو کې د پکنک، غونډو او د غیر مقامي سیلانیانو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی او د سرغړونې په صورت کې به د 1898 د فوجداري قانون له مخې سخت قانوني اقدام کېږي، همدارنګه په هرنایي کې هم د 26 مې څخه تر 30 مې مې پورې په پری چشمہ، ډومیارہ، اختری، وام تنگی، اسپین تنگی، ازمری شور، شاهرګ، انجیر او زندہ پیر په ګډون ټولو پکنک پوائنټونو ته د خلکو پر ورتګ بندیز نافذ دی او له خلکو غوښتنه شوې چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي. بل لوري ته د رېلوې چارواکو د سیکیورټي له امله د جعفر ایکسپریس د 27 او 28 مې سفرونه منسوخ کړي دي او د پشاور څخه کوئټې ته راتلونکې جعفر ایکسپریس به تر جیکب آباد پورې محدود وي، همدارنګه د بولان میل او چمن پسنجر ټرین سروسونه هم مخکې بند شوي دي چې له امله یې مسافرو ته ستونزې پېښېدای شي، په همدې حال کې سیکیورټي ادارو ویلي چې د عید پر مهال د حساس تنصیباتو، رېلوې ټریکونو، بس اډو، مساجدو او عیدګاهونو امنیت نور هم سخت کړل شوی دی.
