کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د لوی اختر د خوشحالۍ په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې لوی اختر د خوښۍ، قربانۍ، مینې، همدردۍ او یووالي ستر مذهبي اختر دی چې د حضرت ابراهیم خلیل الله او حضرت اسماعیل ذبیح الله د بې ساري ایمان او قربانۍ څرګندونه کوي. هغه په خپل پیغام کې ویلي چې د اختر د برکتونو ترڅنګ باید ټول خلک د یوه مسؤل وګړي په توګه د خپل چاپېریال د خوندیتوب، صفایۍ او خپلمنځي همغږۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ګورنر بلوچستان له ولسه غوښتنه وکړه چې په خپلو خوښیو کې بېوزله، یتیمان، کونډې او اړمن کسان هم شریک کړي. نوموړي د قانون پلي کوونکو ادارو ته هم سپارښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره عملي او کلک اقدامات یقیني کړي. همدارنګه هغه ضلعي ادارو ته لارښوونه وکړه چې په ټول صوبه کې د قربانۍ د څارویو پاتې شوني او کثافات په منظم ډول انتقال کړي او د صفایۍ ځانګړي ټیمونه دې په دوامداره توګه په عامه ځایونو کې خپل خدمات ترسره کړي، ترڅو پاک او خوندي چاپېریال رامنځته شي. ګورنر جعفر خان مندوخېل دعا وکړه چې الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو قربانۍ او عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړي.
