مقامی ۲۷ مئی ۲۰۲۶

د کوټې ارباب ټاون کې په جونګړو کې وېروونکې اورلګېدنه، شپږ میاشتنه ماشومه مړه شوه

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د بلوچستان صوبایي پلازمېنې کوټې د ارباب ټاون سیمې ته نږدې په جوړو شوو جونګړو کې ناڅاپه خطرناکه اور ولګېد چې له امله یې یوه شپږ میاشتنه معصومه ماشومه د سوځېدو له کبله مړه شوه، بلخوا ګڼ شمېر جونګړې او د لکونو روپیو کورني سامانونه هم په اور کې وسوځېدل. د پېښې وروسته په سیمه کې ویر او ګډوډي خپره شوه او اغېزمنې کورنۍ له سخت غم او صدمې سره مخ شوې. د سرچینو په وینا اور ناڅاپه بل شو او په لږ وخت کې ډېر تېز خپور شو، ځکه چې په جونګړو کې لرګي، جامې، پلاسټیک او نور اور اخیستونکي توکي موجود وو، نو اور څو شیبو کې ګڼې جونګړې خپلې لمبې کې راګیرې کړې. د پېښې پر مهال په جونګړو کې ښځې او ماشومان موجود وو چې په چیغو او فریادونو سره بهر وتښتېدل او خپلې ژغورنې ته یې هڅه وکړه. عیني شاهدانو ویلي چې اور دومره سخت و چې خلکو په لومړي سر کې د خپلو وسایلو په مرسته د اور وژلو هڅه وکړه خو د لمبو او تور لوګي له امله حالت له کنټروله ووت. د اطلاع تر ترلاسه کېدو وروسته د فایربریګېډ ګاډي او امدادي ډلې سمدستي سیمې ته ورسېدې او د اور قابو کولو لپاره یې پراخ عملیات پیل کړل. د ریسکیو سرچینو په وینا د اورلګېدنې پر مهال یوه شپږ میاشتنه ماشومه د جونګړې دننه پاتې شوې وه چې د سخت سوځېدو له امله یې پر ځای ساه ورکړه، وروسته امدادي کارکوونکو د ماشومې مړی روغتون ته انتقال کړ. د فایربریګېډ چارواکو ویلي چې د اور وژنې په عملیاتو کې څو ګاډو برخه اخیستې وه او نږدې ابادي هم د احتیاطي تدابیرو لپاره خبرداری شوې وه. لومړني معلومات ښيي چې د اور لګېدو اصلي لامل لا نه دی معلوم شوی، خو د شارټ سرکټ یا د پخلي پر مهال د چولهي له امله د اور بلېدو احتمال څرګند شوی دی۔