کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د مرکزي تنظیم تاجران بلوچستان ویاند کاشف حیدري د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د بلوچستان ولس ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کړې او ویلي یې دي چې لوی اختر د قربانۍ، ایثار، ورورولۍ او د غریبو انسانانو د احساس ستر درس ورکوي. هغه وویل چې د اختر اصلي روح دا ده چې بېوزله، یتیم، اړمن او مستحق کسان هم د اختر په خوښیو کې برابر شریک کړل شي ترڅو هېڅوک د محرومۍ احساس ونه کړي. نوموړي د وس لرونکو خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو شاوخوا اړمنو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د قربانۍ خوشحالۍ تر ډېرو خلکو ورسوي، ځکه همدا د لوی اختر حقیقي پیغام دی. کاشف حیدري په خپل بیان کې وویل چې د اختر پر مهال ولس ته د برېښنا، ګیس، اوبو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو برابرول د اړوندو ادارو لومړنۍ ذمه واري ده، ځکه هر کال د اختر په ورځو کې لوډشیډنګ، د ګیس بندښت او د اوبو کمښت خلک له سختو ستونزو سره مخ کوي. هغه له کیسکو، سوئي سدرن ګیس کمپنۍ او نورو ادارو وغوښتل چې یوازې په دعوو او بیانونو بسنه ونه کړي بلکې عملي اقدامات دې وکړي ترڅو خلک اختر په ارامه فضا کې ولمانځي. نوموړي زیاته کړه چې د مرکزي تنظیم تاجران پاکستان او بلوچستان د غوښتنې پر اساس د اختر سیزن پر مهال په سمارټ لاک ډاون کې نرمي او د محدودیتونو ختمولو باندې دوی د وفاقي حکومت، صوبایي حکومت او ضلعي انتظامیې منندوی دي چې د سوداګرو او کاروباري طبقې ستونزې یې په پام کې نیولي دي. هغه دا غوښتنه هم وکړه چې د اختر پر مهال د صفایۍ، د قربانۍ د پاتې شونو پر وخت انتقال، امنیت او د ټرافیک د روانۍ لپاره دې اغېزمن انتظامات یقیني کړل شي۔
