کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د نهې په ورځ د وزیراعلیٰ سیکرټریټ کې د جمعیت علمای اسلام صوبایي امیر مولانا عبدالواسع، د صوبې د مالیې وزیر میر شعیب نوشیرواني، د ماحولیاتو صوبایي سلاکار نسیم الرحمن ملاخېل او د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر انجنیر زمرک خان اڅکزي جلا جلا لیدنې وکړې چې پکې د صوبې پر عمومي سیاسي وضعیت، امن و امان، پرمختیایي چارو، چاپېریالي ستونزو، ولسي مشکلاتو او د سیاسي ګوندونو ترمنځ اړیکو په ګډون پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې. په لیدنو کې د صوبې روان پرمختیایي کارونه، د ښه حکومتولۍ پراختیا، د ولسي ښېګړې منصوبې او سیاسي همغږي تر بحث لاندې راغلل. په دې موقع د چاپېریال ساتنې، د موسمي بدلونونو اغېزو او پرمختیایي پروژو کې د ماحول دوستو پالیسیو پر عملي کولو هم ټینګار وشو. سیاسي مشرانو او صوبایي سلاکارانو د حکومت روان اقدامات او پرمختیایي کارونه وستایل او د ولسي ستونزو د هواري لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه وړاندې کړل. په غونډو کې په دې خبره اتفاق وشو چې د بلوچستان پرمختګ او د ولس سوکالي لپاره سیاسي ثبات او متقابل باور ډېر ضروري دي. وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي وویل چې د صوبې پرمختګ، امن، ثبات، د چاپېریال ښه والی او ولس ته اسانتیاوې برابرول د حکومت لومړني اهداف دي. هغه زیاته کړه چې حکومت د ټولو سیاسي ګوندونو او ولسي استازو سره په دوامداره مشورو او اړیکو د ولسي ستونزو د حل او پرمختیایي عمل د لا اغېزمنتیا لپاره هڅې کوي. نوموړي وویل چې په بلوچستان کې د شفافیت، ښه حکومتولۍ او دوامدار پرمختګ لپاره ټول موجود وسائل کارول کېږي او د سیاسي مشرانو ترمنځ د باور او اړیکو پیاوړتیا به جمهوري عمل نور هم قوي او د ولسي خدمت معیار به لا ښه کړي۔
