کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د دالبندین نه تفتان ته تلونکې پاک ایران آر سي ډي شاهراه باندې د بوائز ډګري کالج سره نږدې د یوه پُل لاندې تېره شپه چاودنه شوې ده. د راپورونو له مخې نامعلومو کسانو د چاودېدونکو موادو په وسیله د پُل الوځولو هڅه کړې، چې له امله یې زوروره چاودنه وشوه او غږ یې لرې لرې سیمو ته ورسېد، له کبله یې خلک له خوبه راویښ شول. د چاودنې وروسته انتظامیې سمدستي د پېښې ځای ته د پلټنو او وضعیت معلومولو لپاره ټیمونه واستول. سرچینې وایي چې پُل ته جزوي زیان رسېدلی، خو آر سي ډي شاهراه د معمول مطابق د ټرافیک لپاره خلاصه او بحاله ده. بلخوا سیمه ییزه اداره د پېښې نورې پلټنې هم روانې ساتلې دي۔
