کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د تحریک انصاف غړي او د کوټې پخواني ښاروال رحیم کاکړ، جمیل بوستان اېډوکېټ او سردار حسن په خپل ګډ بیان کې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې پر خپلو پالیسیو دې سمدستي بیا غور وکړي او د انساني ژوند د ضایع کېدو او د غریبو خلکو د شتمنیو د تباهۍ مخه دې ونیسي. دوی ویلي چې هره ورځ روانې بمي چاودنې، هدفي وژنې او ناامني ټولنه له سخت زیان سره مخ کړې او ولس ترې سخت ستړی شوی دی. په بیان کې راغلي چې د ورځې تر بلې زیاتېدونکې ناامني او بې باورۍ خلک د محرومۍ احساس سره مخ کړي او د دې ستونزې حل د حکومت او اړوندو ادارو مسؤلیت دی، خو داسې ښکاري چې د ولس د ستونزو پروا له هېچا سره نشته. دوی زیاته کړې چې خلک د ارام ژوند او حلال رزق په لټه کې له سختو مشکلاتو سره مخ دي، بلخوا ترهګرۍ هر څه تباه کړي دي. په بیان کې پوښتنه شوې چې حکومت دې ولس ته ووايي چې نور څه وکړي؟ دوی د چمن پھاټک وروستۍ تباهي یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه پېښه د قیامت صغریٰ منظر وړاندې کاوه، خو وزیراعلیٰ او نورو حکومتي غړو یوازې اخباري بیانونه ورکړل او عملي اقدامات ونه شول. بیان کې دا هم ویل شوي چې تحریک انصاف تل د ولس ترڅنګ ولاړ ګوند دی او د خلکو د حقونو لپاره به خپل غږ پورته کوي۔
