مقامی ۲۷ مئی ۲۰۲۶

لوی اختر د شخصي ګټو د الله رضا ته سپارلو او د بشپړ تسلیمۍ نوم دی: مولانا عبدالرحمن رفیق

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبایي مرستیال امیر او د کوټې ضلع امیر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق د لوی اختر په مناسبت خپل ځانګړي پیغام کې ویلي دي چې لوی اختر یوازې د څارویو د قربانۍ نوم نه دی، بلکې دا د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهما السلام د بې ساري صبر، ایثار، وفادارۍ او د الله تعالی د هر حکم پر وړاندې د بشپړې تسلیمۍ او رضا د جذبې د تازه کولو ورځ ده. هغه وویل دا ورځ موږ ته دا درس راکوي چې انسان باید خپلې خواهشات، انا، شخصي ګټې او د دنیا حرص د الله تعالی د رضا تابع کړي. نوموړي زیاته کړه چې لوی اختر موږ ته د ورورولۍ، مینې، همدردۍ، صبر، برداشت او ایثار هغه عملي پیغام راکوي چې نننۍ ټولنه ورته تر هر وخت زیاته اړتیا لري. هغه وویل چې امت مسلمه نن له فکري، اخلاقي او ټولنیزو ستونزو سره مخ ده او د دې مشکلاتو د حل لپاره باید د قربانۍ حقیقي فلسفه په خپل فردي او اجتماعي ژوند کې خپله کړو. مولانا عبدالرحمن رفیق له علماوو وغوښتل چې په خپلو خطبو کې د لوی اختر اصلي اهداف روښانه کړي او د ځوان نسل فکري، اخلاقي او ديني روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو هغوی له مادیت، بې لارېتوب، نفرت، تعصب او انتشار څخه وژغورل شي. هغه له عامو خلکو هم غوښتنه وکړه چې د اختر په خوښیو کې غریب، یتیم، کونډې او د ټولنې محروم خلک هېر نه کړي، ځکه د قربانۍ اصل ښکلا هغه وخت څرګندیږي چې له دې لارې مینه، ورورولي او د انسانیت خدمت ته وده ورکړل شي. نوموړي وویل چې د لوی اختر حقیقي پیغام دا دی چې خپل ژوندونه د الله تعالی رضا، د انسانیت خیر او د امت د یووالي لپاره وقف کړو او دعا یې وکړه چې الله تعالی دې امت مسلمه ته اتحاد، امن، ثبات او حقیقي اسلامي ورورولي ورپه برخه کړي۔