مقامی ۲۷ مئی ۲۰۲۶

د پټرولو پرله‌پسې ګرانوالی د ولس ضد پالیسۍ ښکاره ثبوت دی: جمعیت طلبا اسلام نظریاتي ژوب

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د جمعیت طلبا اسلام نظریاتي ضلع ژوب د مطبوعاتو سیکرټري محمد ایوب کبزي په خپل جاري کړي بیان کې ویلي دي چې د حکومت له لوري د پټرولو او ډیزلو په بیو کې پرله‌پسې زیاتوالی د ولس ضد پالیسۍ ښکاره ثبوت دی. هغه وویل چې ژوب ضلع لا له وړاندې د تعلیم، صحت او روزګار په برخو کې له سختو محرومیو سره مخ ده، خو اوس د پټرولو او ډیزلو هره اوونیزه ګرانۍ د غریبو زده‌کوونکو، مزدورانو، بزګرانو او عامو خلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی. په بیان کې ویل شوي چې د پټرولو د بیو لوړېدو له امله د ټرانسپورټ کرایې دوه برابره شوي او د کلیوالو سیمو زده‌کوونکي نور کالجونو او پوهنتونونو ته د رسېدو توان نه لري، چې دا د تعلیم پر ضد اقدام دی. نوموړي زیاته کړه چې د پټرولو له ګرانېدو سره اوړه، بوره، غوړي، سبزي او درمل هم بې‌ساري ګران شوي او د یوه مزدور ورځنۍ مزدوري اوس د کور د چولهي بلولو لپاره هم بسنه نه کوي. بیان کې دا هم ویل شوي چې په اسلام‌اباد او لویو ښارونو کې ناست واکمنان د ژوب په څېر وروسته پاتې سیمو د خلکو له ستونزو هېڅ احساس نه لري او د ریلیف ورکولو پر ځای پر ولس نور بار اچوي. جمعیت طلبا اسلام نظریاتي ویلي چې د ګرانۍ کنټرول د حکومت بنسټیزه ذمه واري ده، خو نه یوازې ګرانۍ مخه ونه نیول شوه بلکې د ذخیره‌اندوزانو او ګټه‌اخیستونکو پر ضد هم هېڅ عملي اقدام ونه شو. په بیان کې غوښتنه شوې چې د پټرولو او ډیزلو په بیو کې دې سمدستي او واضح کمی راوستل شي، د بلوچستان وروسته پاتې ضلعو لپاره دې ځانګړی سبسډي او ریلیف پیکج اعلان شي، ضلعي اداره دې د ذخیره‌اندوزانو او منافع‌خورو پر ضد بې‌توپیره کارروایي وکړي او زده‌کوونکو ته دې تعلیمي ادارو ته د وړیا یا رعایتي ټرانسپورټ اسانتیا برابره شي. جمعیت طلبا اسلام نظریاتي ضلع ژوب خبرداری ورکړی چې که حکومت ژر عملي ګامونه پورته نه کړل، نو دوی به د زده‌کوونکو، استادانو، والدینو او اغېزمنو خلکو سره یوځای سوله‌ییز احتجاجي تحریک پیل کړي چې بشپړه ذمه واري به یې پر حکومت او انتظامیې وي۔