کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)جمعیت علما اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي امیر مولانا عبدالقادر لوني، مرکزي جنرل سیکرټري مفتي شفیع الدین، مرکزي سرپرست اعلیٰ مولانا ډاکټر شمس الهدی، مرکزي سیکرټري اطلاعات سید حاجي عبدالستار شاه چشتي او د مرکزي مجلس عاملې غړو د لوی اختر په مبارکه موقع ټولو مسلمانانو او د پاکستان ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړې ده. په ګډ بیان کې ویل شوي چې لوی اختر د قربانۍ او د حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل زوی د قربانۍ د یاد تازه کولو ورځ ده چې تر قیامته یې دا پیغام پرېښی چې د الله د حکم پر وړاندې هېڅ شی نه منل کېږي. دوی ویلي چې نن امت مسلمه په داسې حالاتو کې اختر لمانځي چې د صهیوني او اسلام ضد قوتونو له امله د مسلمانانو وینه تویېږي، بیت المقدس د کفري ځواکونو تر ولکې لاندې دی او د غزې مسلمانان د محاصرې، لوږې او بېوزلۍ له امله له سختو کړاوونو سره مخ دي. په بیان کې د ډونلډ ټرمپ له لوري پر پاکستان، سعودي عرب او نورو اسلامي هېوادونو د اسرائيلو د منلو شرط او فشار په سختو ټکو غندل شوی او له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتنه شوې چې دا طرحه په بشپړه توګه رد کړي او پر ضد یې سخت غبرګون وښيي. د جے یو آی نظریاتي مشرانو ویلي چې د ټرمپ وروستي اقدامات او د ایران پر ضد ګواښونه د هغه د نیت څرګندونه کوي چې غواړي پر اسلامي نړۍ خپل واک مسلط کړي، او دا ډول بیانونه نه یوازې د سیمې د سولې لپاره خطرناک دي بلکې د درېیمې نړیوالې جګړې خطر هم زیاتوي. هغوی ټینګار کړی چې امریکا او اسرائيل ګډه پالیسۍ د سیمې د سولې لپاره لوی ګواښ دی او اوس وخت دا دی چې اسلامي هېوادونه یو موټی شي او د دې فشارونو پر ضد ګډ دریځ خپل کړي۔
