نوي ژوند نيوز.ملګرو ملتونو اسرائیل د جګړه ځپلو سیمو کې د بندیانو پر جنسي تشدد او د بشري حقونو د جدي سرغړونو په تور په بلیک لېسټ کې شامل کړی دی، د عربو رسنیو د راپور له مخې په دې لېسټ کې د اسرائیلي زندانونو اداره او نور اړوند چارواکي هم شامل شوي دي، په راپور کې ویل شوي چې دا پرېکړه د بشري حقونو او رسنیو د ادارو له لوري د وړاندې شویو شواهدو وروسته شوې چې د جګړې په شرایطو کې د جدي سرغړونو ادعاوې پکې شوې وې۔
