(نوي ژوند )د خضدار په لاخوریان سیمه کې نن سهار وختي د کراچۍ نه کوټې ته روان ټوډي موټر له یوې سختې پېښې سره مخ شو، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی، د سرچینو په وینا پېښه د نیمګړې سړک او د نامعلومو وسله والو د مبینه ډزو له امله رامنځته شوې، ټپي کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی او اړوندو ادارو د پېښې پلټنې پیل کړې دي۔
