مقامی ۲۸ مئی ۲۰۲۶

قلعہ سیف الله کې ډزې، درې کسان وژل شوي، یو ټپي، پلټنې روانې دي

(نوی ژوند)

د قلعہ سیف الله د مولوي بختيار صاحب اډې په سیمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې درې کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی، د پولیسو په وینا له پېښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې او ټپي او مړي روغتون ته رسول شوي دي، لومړني معلومات ښيي چې د پېښې علت پخوانۍ دښمني ده، خو پولیسو د بېلابېلو اړخونو څخه پلټنې پیل کړې دي او شواهد راټولوي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او سیمه یې په محاصره کې نیولې ده او نورې چارې روانې دي۔