تازه خبرونه ۲۸ مئی ۲۰۲۶

امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د غځېدو مهم تړون شوی

کوټه( نوې ژوند )نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې امریکا او ایران د روانو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د اوربند د غځولو پر یو مهم ۶۰ ورځني تفاهمي تړون سلا شوي دي. د امریکايي خبري ویب سایټ په وینا دا تړون دواړه لوري د دوامداره خبرو اترو مېز ته د راوستلو لپاره یو مهم ډیپلوماتیک ګام ګڼل کېږي.د راپور له مخې د دې تړون له مخې د هرمز تنګي کې د سمندري تګ راتګ د ازاد ساتلو، د ماینونو د لرې کولو او د سیمې د کړکېچ د کمولو پرې هوکړه شوې ده. همدارنګه د ایران د اټومي پروګرام او اقتصادي بندیزونو د نرمولو په اړه به هم په راتلونکو خبرو کې بحث وشي.که څه هم سپینې ماڼۍ د دې پرمختګ پخلی کړی، خو د دواړو هېوادونو رسمي لاسلیکونه لا پاتې دي. د امریکايي چارواکو په وینا دا تړون د سیمې د کړکېچ کمولو لپاره یو مهم ګام کېدای شي، خو د بشپړ عملي کېدو لپاره نور تفصیلي مذاکرات ضروري دي.