کوټه، ( نوی ژوند)د بلوچستان سينئر صوبایي وزير مير محمد صادق عمراني د لوی اختر په مناسبت خپل پيغام کې وويل چې اختر د ورورولۍ، قربانۍ او زغم درس راکوي، په کوټه ښار کې د ترهګرۍ له پېښې وروسته د اختر په سادګۍ د لمانځلو پرېکړه شوې، نوموړي له ولسه وغوښتل چې بې وزله خپلوان او ګاونډيان په خپلو خوشحاليو کې شريک کړي او د هېواد د امن، ثبات او سوکالۍ لپاره ځانګړې دعاوې وکړي.
