کوټه، ( نوی ژوندپشتو): د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي سره د لوی اختر په خوشحالۍ کې د صوبایي اسمبلۍ غړو، لوړپوړو سرکاري چارواکو، قبایلي مشرانو، سياسي او ټولنيزو شخصياتو او د ژوند د بېلابېلو برخو کسانو ليدنې وکړې او د اختر مبارکي يې ورکړه، ګډونوالو په صوبه کې د امن، پرمختيايي پروژو او ولسي هوساينې لپاره د حکومت هڅې وستايلې، وزيراعلیٰ وويل لوی اختر د قربانۍ، ورورولۍ او ايثار درس راکوي او حکومت د ولسي خدمت، تلپاتې امن، روڼې حکومتولۍ او د بلوچستان هر اړخيز پرمختګ لپاره ټول وسايل کاروی۔
