(نوی ژوند، کوټه)
د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د يوې ورځې په سفر پيرکوه ته ورسېد،۔ وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د ایف سي د شهيدانو اختر علي او عيدو خان د کورنيو سره وليدل او فاتحه يې وکړه، د شهيدانو قربانۍ نه هېريدونکې دي او د امن د ټينګښت لپاره د امنيتي ځواکونو خدمات د وياړ وړ دي، وزيراعلیٰ د شهيدانو وروڼو ته د يو ـ يو سرکاري ملازمت اعلان وکړ او ويې ويل چې حکومت به د اغېزمنو کورنيو بشپړه سرپرستي کوي، حکومت به د شهيدانو کورنۍ يوازې نه پرېږدي، د امن او امان په مسئله هېڅ ډول جوړجاړی نه کېږي او د ترهګرو پر ضد عمليات به نور هم اغېزمن کړل شي، مير سرفراز بګټي د شهيد انځور ته مچ ورکړ او د کورنيو د صبر او حوصلې ستاينه يې وکړه، نوموړي وويل د شهيدانو قربانۍ به تر قيامته ياد ساتل کېږي۔
