(نوی ژوند ویب )د پاکستان د بحري ځواکونو مشر اډمرل نوید اشرف ویلي چې د سمندري امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د عصري وسلو او ټکنالوژۍ ترلاسه کول ناگزیر دي، د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) له مخې د ده په مشرۍ د پاک بحریه کمانډ او سټاف کانفرانس ترسره شوه چې پکې د دودیزو او غیر دودیزو ګواښونو پر وړاندې د جګړې چمتووالي ته د دوام ورکولو ټینګار وشو، اډمرل نوید اشرف په خپل خطاب کې وویل چې په منځني ختیځ کې روان تاوتریخوالی د سیمې د سمندري امنیت لپاره لویه ننګونه ده او پاک بحریه په خلیج عمان کې سمندري ټولنې ته د تحفظ ډاډ ورکوي، هغه زیاته کړه چې د سمندري امنیتي ستونزو د حل لپاره عصري ټکنالوژي او وسلې ډېرې مهمې دي، د ISPR په وینا په غونډه کې د معرکه حق پر مهال ورکړل شوو قربانیو ته هم درناوی وړاندې شو او نیول چیف وویل چې دا بریا د ملي یووالي، د بهرني یرغل پر وړاندې د مقاومت او د پاکستان د سمندري ګټو د ساتنې د قوي عزم څرګندونه کوي، په دې موقع اډمرل نوید اشرف ته د بحري ځواکونو د روانو او راتلونکو پروژو په اړه بریفنګ هم ورکړل شو او هغه د هېواد د سمندري پولو د دفاع لپاره د بحري ځواکونو پر عملیاتي چمتووالي د اطمینان څرګندونه وکړه۔
