تازه خبرونه ۲۸ مئی ۲۰۲۶

د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د غزې د ۷۰ سلنه برخې د نیولو اعلان وکړ۔

نوی ژوند پشتو ۔۔۔د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي چې اسرائیلي پوځ ته لارښوونه شوې ده چې د غزې ۷۰ سلنه برخه په مرحلې وار ډول تر خپل کنټرول لاندې راولي. د هغه په وینا اوس مهال اسرائیلي پوځ شاوخوا ۶۰ سلنه غزه کې موجود دی او عملیات نور هم پراخېږي. له دې اعلان وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او حماس دا اقدامات د اوربند د تړون سرغړونه بولي. د راپورونو له مخې که نورې سیمې هم ونیول شي نو د لکونو فلسطینیانو د جبري بې ځایه کېدو خطر زیاتېږي.