اسلام اباد (نوي ژوند)د نوي مالي کال د بوديجې له وړاندې کېدو مخکې د حکومت او سرکاري کارکوونکو ترمنځ اختلافات زيات شوي دي، يوې خوا حکومت کارکوونکو او تقاعد اخيستونکو ته د ګرانۍ له تناسب سره سم د رعايت ورکولو اشاره کړې، خو بلې خوا سرکاري کارکوونکو په معاشونو او تقاعد کې د سل سلنه زياتوالي غوښتنه کړې ده. د سرکاري کارکوونکو اتحاديې پرېکړه کړې چې د بوديجې نه يوه ورځ وړاندې به د خزانې وزارت مخې ته او د بوديجې په ورځ به د پارلمان مخې ته احتجاجي پرلت کوي. د اتحاديې وياند خبرداری ورکړی چې که د غوښتنو منشور عملي نه شو، نو پراخ احتجاج به ترسره کړي. آل ګورنمنټ ايمپلائز ګرېنډ الائنس (اګيګا) د 10 مارچ 2025 د تړون د عملي کېدو، د لږ تر لږه مزد 50 زره روپۍ ټاکلو، تقاعد اخيستونکو ته د لږ تر لږه 50 زره روپيو تقاعد او د معاشونو د توپير ختمولو لپاره محرومو کارکوونکو ته د 30 سلنه الاؤنس غوښتنه هم کړې ده. د يادونې وړ ده چې د 2026-27 مالي کال د قومي اسمبلۍ او سېنېټ بوديجوي غونډې به د جون په 5مه ترسره شي او قومي اقتصادي سروې به د جون په 4مه خپره شي.
