اسلام اباد (نوی ژوند نيوز)د راتلونکي مالي کال په بوديجه کې د تنخواه دارو او تقاعد اخيستونکو لپاره د رعايت بېلابېل وړانديزونه تر غور لاندې دي، خو د معاشونو او تقاعدونو هر ډول زياتوالی به د وفاقي کابينې او د نړيوال وجهي صندوق (آی اېم اېف) له منظورۍ سره تړلی وي. د سرچينو له مخې د سرکاري کارکوونکو په معاشونو کې شاوخوا 10 سلنه زياتوالي وړانديز شوی او د 2022 څخه تر 2025 پورې ورکړل شويو څلورو اېډهاک الاؤنسونو څخه د يوه د بنيادي معاش برخه ګرځولو وړانديز هم شته. همدارنګه د مياشتني يو تر دوو لکو روپيو عايد لرونکو لپاره د ټېکس رعايت، د 20 نه تر 22 ګريډ افسرانو د کنوينس الاؤنس کې د 50 نه تر 75 سلنه زياتوالي او د 1 نه تر 16 ګريډ کارکوونکو لپاره د ډسپېرټي الاؤنس وړانديز هم تر بحث لاندې دی. د سرچينو په وينا تقاعد اخيستونکو ته د تېرو دوو کلونو د اوسط ګرانۍ له مخې تر 80 سلنه زياتوالي وړانديز شوی، د 12 لکو نه تر 22 لکو کلني عايد لرونکو لپاره د انکم ټېکس د کمېدو امکان هم شته. سربېره پر دې د 1 نه تر 19 ګريډ کارکوونکو د کنوينس الاؤنس د دوه برابره کولو او له راتلونکي مالي کال څخه وسله والو ځواکونو د کنټري بيوټري پنشن سکيم کې د شاملولو وړانديز هم تر غور لاندې دی.
