اسلام اباد (نوي ژوند نيوز)د هېواد پلازمېنه اسلام آباد د آی-10 سېکټر په يوه کور کې د ګېس سلنډر د چاودنې له امله ۲ کسان مړه او د يوې ښځې په ګډون ۳ نور ټپيان شوي دي. د ژغورنې ادارو د معلوماتو له مخې پېښه د کور د لومړي پوړ په پخلنځي کې د ګېس د ليکج له امله رامنځته شوې چې ورسره سلنډر وچاودېد. ټپيان سمدستي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. په مړو شويو کې 45 کلن شاهد يوسفزی او 19 کلن شهريار شامل دي، ويل کېږي چې مړه شوي او ټپيان ټول د صوابۍ سيمې اوسېدونکي دي. د پېښې له رامنځته کېدو وروسته اړوندو ادارو د پلټنو بهير پيل کړی دی.
