تهران (نوي ژوند نيوز)د ايران د پارلمان د ملي امنيت کمېټې مشر ابراهيم عزيزي ويلي دي چې ايران نه غواړي خپل غني شوی يورانيم کوم درېيم هېواد ته وسپاري او که امريکا خپل دريځ بدل نه کړي، نو تړون ته رسېدل به ستونزمن وي. نوموړي له روسي رسنيو سره په خبرو کې وويل چې امريکا تل په مذاکراتو کې يو نه باور کېدونکی لوری پاتې شوی، له همدې امله د باور فضا له جوړېدو پرته پرمختګ ستونزمن دی. د هغه په وينا ايران د هرمز تنګي د تنظيم او امنيت لپاره پر يوه اوږدمهاله پلان کار کوي. بل لور ته د ايران د عالي ملي امنيت شورا مرستيال علي باقري ويلي چې ايران به پر خپلې خپلواکۍ هر ډول بريد ونه زغمي او بايد د هرمز تنګی د هېواد د ملي امنيت لپاره له ګواښ څخه خوندي وساتل شي.
