واشنګټن (نوی ژوند) امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ايران سره د وړانديز شوي تړون مسوده له اسرائيل او نورو متحدو هېوادونو سره شريکه کړې ده. د يو برتانوي اخبار د راپور له مخې د دغې مسودې تفصيلات له هغو معلوماتو سره ورته دي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په رسنيو کې خپرېدل، چې له مخې به يې د هرمز تنګی پرانيستی ساتل کېږي او د امريکا له لوري لګول شوې ناکه بندي به پای ته ورسېږي. د راپور له مخې د ايران له کنګل شويو شتمنيو څخه به 12 اربه ډالر خوشې شي او د ايران د اټومي پروګرام په اړه به مهمه پرېکړه په راتلونکو 60 ورځو کې وشي. بل لور ته ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فوکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې ايراني مذاکره کوونکي ډېر هوښيار او تکړه دي، خو پياوړي امکانات د امريکا په لاس کې دي او داسې تړون به ونه مني چې د امريکا په ګټه نه وي. نوموړي زياته کړه چې امريکا روان حالت له نږدې څاري او د خبرو اترو بهير ته ځانګړې پاملرنه کوي.
