پاکستان ۶ مئی ۲۰۲۶

د لیفټیننټ کرنل خالد حسین شهید د جنازې لمونځ ادا شو، لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ

(نوی ژوند ویب)د بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال ټپي شوی لیفټیننټ کرنل خالد حسین شهید د جنازې لمونځ د راولپنډۍ په چکلاله ګارېژن کې ادا شو چې پکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ګډون وکړ. د عامه اړیکو ادارې (ISPR) له مخې، په دې مراسمو کې د کورنیو چارو او اطلاعاتو وزیرانو تر څنګ لوړپوړو حاضر سروس او متقاعد پوځي افسرانو، د شهید خپلوانو او ګڼ شمېر عامو خلکو هم ګډون کړی و. د راپور له مخې، لیفټیننټ کرنل خالد حسین د تېرې ورځې عملیاتو کې ټپي شوی و او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه. لومړي وزیر د شهید د مېړانې، فرض‌شناسي او د وطن د دفاع لپاره د نه ماتېدونکي عزم ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پوره هوډ لري. هغه زیاته کړه چې د شهیدانو قربانۍ د هېواد د سولې، ثبات او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د نه ستړې کېدونکي عزم څرګندونه کوي. د ISPR په وینا، شهید به د بشپړو پوځي مراسمو سره په خپل ابایي کلي کې خاورو ته وسپارل شي او د پاکستان وسله‌وال ځواکونه او ټول ملت د هغه له کورنۍ سره د خواخوږۍ او تعزیت څرګندونه کوي.