پاکستان ۲۹ مئی ۲۰۲۶

پاکستان او افغانستان د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي، محمود خان اچکزئی

چمن، (نوی ژوند خبریال) د پشتونخوا ملی عوامی پارټۍ مشر محمود خان اچکزئي د چمن په يوه ولسي غونډه کښې وويل چې افغانستان ته به د پاکستان د خپلواکۍ او حاکميت درناوی کول پکار وي او پاکستان او افغانستان د يو بل لپاره لازم او ملزوم هېوادونه دي. هغه وويل جګړه د هېڅ ستونزې حل نه شي کېدای، بلکې خبرې اترې او مذاکرات د سيمې د امن، ثبات او پرمختګ يوازينۍ لار ده. محمود خان اچکزئي زياته کړه چې په سرحدي سيمو کښې د تجارت د ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره د ټريډ فري زونونو جوړولو ته اړتيا ده. نوموړي وويل هېواد د سياسي او انتظامي ستونزو څخه د راايستلو يوازينی حل د ۱۹۷۳م د آئين په بشپړه بحالۍ کښې نغښتی دی او منتخب پارلمان بايد د واک اصلي سرچينه وبلل شي. هغه دا هم وويل چې د قبايلي ولسونو د اقتصادي پياوړتيا لپاره د مالياتي رعايتونو ضرورت دی او په پاکستان کښې ټولو قومونو ته د برابر حقونو ورکولو، د وسايلو او واک په وېش کښې د څلورو صوبو ترمنځ د مساوات له يقيني کولو پرته هېواد پرمختګ نه شي کولای.