کوټه (نوی ژوند نیوز) د پاکستان تحريک انصاف مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر ويلي چې مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي د يوې سکې دوه مخونه دي او د ګلګت بلتستان ټاکنې لانجمنې کولو هڅې روانې دي. نوموړي په اسلام آباد کې د تحريک تحفظ آئين له سياسي مشرانو سره ګډې خبري غونډې ته وويل چې دی د ټاکنيز کمپاين لپاره سکردو ته روان و، خو لارې تړل شوې وې، لومړی يې ګومان کاوه چې دا به د امنيتي تدابيرو له امله وي، خو وروسته ورته معلومه شوه چې سړک د ده د تګ له امله تړل شوی و. هغه وويل چې د نورو سياسي ګوندونو مشران، په ځانګړي ډول بلاول بوټو او امير مقام، هم د ټاکنيز کمپاين لپاره ګلګت بلتستان ته ځي، نو که ټاکنې په همدې ډول ترسره کېږي، بيا دې د ټاکنو پر ځای نېغ په نېغه ټاکنه (سليکشن) وشي او د ولس پيسې دې نه ضايع کېږي. اسد قيصر زياته کړه چې که د دوی حکومت جوړ شو، ګلګت بلتستان به يو مهم سيلانيز مرکز وګرځوي، په داسې حال کې چې مصطفیٰ نواز خوکهر وويل، نوماندانو ته د انتخاباتي کمپاين حق نه ورکول د جمهوريت خلاف عمل دی او هېواد د سياسي تفاهم او نوي سياسي تړون اړتیا لري.
