پاکستان ۳۱ مئی ۲۰۲۶

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ځینې غړي له وزیر اعلیٰ ناخوښه، د غونډې امکان

کوټه (نوی ژوند)د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) له شلو څخه زیات غړي د وزیر اعلیٰ سهیل افریدي له کړنو ناخوښه بلل شوي دي. د سرچینو له مخې، ناراضه غړي شکایت لري چې په صوبه کې د حکومتولۍ، امن او نظم وضعیت خراب شوی او وزیر اعلیٰ له بیوروکراسۍ څخه د خپلو پرېکړو د عملي کولو توان نه لري، ځکه یو شمېر چارواکي د صوبایي حکومت پر ځای د وفاق لارښوونو ته لومړیتوب ورکوي. راپورونه وایي چې دغو غړو څو ځله خپلې اندېښنې وزیر اعلیٰ ته رسولي، خو عملي پایله نه ده ترلاسه شوې. د فنډونو پر غیر منصفانه وېش او د کابینې پر پراختیا هم اعتراضونه موجود دي. سرچینې زیاتوي چې د دغو تحفظاتو او راتلونکې تګلارې د ټاکلو لپاره به ډېر ژر د ناراضه غړو یوه غونډه راوبلل شي. بل لور ته د اطلاعاتو صوبایي وزیر شفیع جان دغه خبرونه رد کړي او ویلي یې دي چې د اسمبلۍ د غړو د ډله بندۍ اړوند راپورونه بې بنسټه او له حقیقته لرې دي، او وزیر اعلیٰ سهیل افریدي د ګوند د مشر بشپړ باور لري.