پاکستان ۱ جون ۲۰۲۶

په جنوبي بلوچستان او سند کې د سختې ګرمۍ امکان، د پنجاب په ځينو سيمو کې د باران وړاندوينه

کوټه (نوي ژوند نيوز) د موسمياتو ادارې د جنوبي بلوچستان او سند په بېلابېلو سيمو کې د سختې ګرمۍ وړاندوينه کړې او خلکو ته يې د احتياطي تدبيرونو خپلولو سپارښتنه کړې ده، بلخوا ويل شوي چې د ورځې له غرمې وروسته به په کشمير، پوټوهار سيمه او د بلوچستان په شمال ختيځو برخو کې اسمان نيمه وريځ وي. د ادارې په وينا د پنجاب په ځينو سيمو کې د تندر او تېزې هوا سره د باران امکان هم شته. د شمېرو له مخې پرون تر ټولو زياته تودوخه په سبي او تربت کې 49 درجې سانتي ګرېډ ثبت شوې، په داسې حال کې چې نوکنډي او شهيد بېنظير آباد کې 47، سکر 43، حيدرآباد، ډېره غازي خان او ډېره اسماعيل خان 41، ملتان 39، پېښور او مظفرآباد 38، کراچۍ 37، کوټه 36، ګلګت 35، اسلام آباد 33 او لاهور کې 30 درجې سانتي ګرېډ تودوخه ثبت شوې ده۔